غزني؛ د فوټبال میدان د ورزش ادارې رهبري په حضور کې تر بیا رغاونې وروسته د شاندارو مراسمو پر مهال پرانیستل شو

org_admin
Sat, Dec 02 2023 9:37 AM
غزني؛ د فوټبال میدان د ورزش ادارې رهبري په حضور کې تر بیا رغاونې وروسته د شاندارو مراسمو پر مهال پرانیستل شو

په غزني ولایت کې د فوټبال میدان، چې تېر کال د سېلابونو له امله زیانمن شوی و، نن ورځ تر بیا رغاونې وروسته د هیواد د ورزش ادارې د رهبري هيئت په حضور کې د شاندارو ورزشي نمایشاتو او بېلابېلو نندارو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د یاد میدان د پرانیستلو په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د یادې ادارې ورزش سلاکار قاري حیات الله رحماني، د غزني ولایت مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود، د فوټبال فدراسیون رئيس محمدیوسف کارګر، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي رئيس عبدالمومن راد، د غزني ولایت د ورزش آمر حاجي بلال م.ج.اهد، سلګونو ورزشکارانو او ګڼو د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

یادو مراسمو ته د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق وویل:

((د ورزش په برخه کې وروستي پرمختګونه دا په ګوته کوي، چې حاکم نظام د ورزش هر اړخیز او کلک ملاتړ کوي او په چين هیواد کې زموږ د ورزشکارانو د پنځو مډالونو ګټل يې ښې بېلکې دي.))

هغه زیاته کړه، پخوا به مو هره ورځ د سلګونو ځوانانو د مرګ خبرونه اورېدل؛ خو اوس د وژنو هېڅ خبر نه لرو؛ بلکې پر ځای يې د ابادۍ او پرمختګ خبرونه اوروو.

دغه راز نوموړي ژمنه وکړه، چې د یاد میدان د لایټینګ سیستم به هم برابروي؛ ترڅو د اوړي په موسم کې ورزشکاران د شپې پر مهال هم خپلې لوبې په ښه او غوره فضاء کې ترسره کړي.

ورپسې د غزني ولایت مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود د ورزش ادارې رهبري هيئت ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ د یاد میدان پر بیا رغاونه خوښي څرکنده کړه او دا يې د ورزش په برخه کې د پرمختګونو او ابادۍ زېری یاد کړ.

دغه راز د بېلابېلو ورزشي رشتو د ورزشکاران له لوري د په زړه پوري نمایشاتو او نندارو تر وړاندې کولو وروسته، د هیواد د فوټبال د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې او غزني ولایت د فوټبال د منتخبه لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه هم وشو، چې د هیواد د ۱۹ کلونو ملي لوبډلې د غزني ولایت منتخبه لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

یاده دې وي، چې په پای د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت له لوري، د هیواد د ورزش ادارې رهبري هيئت ته د یاد ولایت له دود سره سم ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS