په زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو د مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز يارمل کيک بوکسنګ کلب کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
يادې سيالۍ د روح الله يارمل او سلېمان هنر د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د روح الله يارمل د ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو موخه د ملي او دوديزو لوبو ژوندي کول و.
د يادو سياليو په پای کې د نوموړي ولايت د ورزشي امريت د مسولينو له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
