تخار؛ په دشت قلعه ولسوالۍ کې د واليبال يو ورځنی ټورنمنټ پای ته ورسېد

د تخار ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ماورای او کوکچه ولسواليو او مرکز د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال يو ورځنی ټورنمنټ د مرکز لوبډلې په بريا پای ته ورسېد.
دغه سيالۍ، چې موخه يې ورزش ته وده ورکول و، پايلوبه يې د مرکز او کوربه لوبډلې ترمنځ ترسره شوه چې په پايله کې مرکز لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳_۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.