غور؛ لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د یاد ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري، د یاد ولایت په لعل و سرجنګل کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د سیالیو په لومړۍ لوبه کې قزل لوبډلې د ۱-۴ ګولونو په توپیر، ده پیتاب لوبډله ماته کړه.
په غور کې د فوټبال لوبې وده او له نشه یي موادو د ځوانانو ساتل د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.