خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د ټېپ بال ټورنمېټ پایلوبه د اسماعیل خېلو ډډوال لوبډلې وګټله

تڼیو ولسوالۍ کې د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال فدراسیون په چوکاټ کې جوړ شوی یو نیم میاشتنی ټورنمنټ د اسماعیل خېلو ډډوال کلب وګاټه.
په یاد ټورنمنټ کې د خوست ولایت له بېلا بېلو ولسوالیو ۴۰ لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبې ته یې ډګر او د اسماعیل خېلو ډډوال کلبونه ووتل. ډګر لوبډلې پچه وګټله او په ټاکلو ۹ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو، ۱۱۵ منډې هدف وټاکه. ډډوال کلب یاد هدف په شپږم اور کې پوره او اتلولي یې خپله کړه.
په پایلوبه کې د تڼیو ولسوالۍ ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر ننداره چیانو برخه درلوده.
د مراسمو په پای کې مسوولینو ته د غوره خدمتونو او لوبغاړو ته د ښو لوبو کولو په موخه ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.