زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ډاډمن امنیت په مناسبت ۳۰ تنو ورزشکارانو د فول رزم نمایشونه ترسره کړل

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د فول رزم فدراسیون ۳۰ تنو ورزشکارانو د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د ډاډمن امنیت په مناسبت د فول رزم يو ورځني نمایشونه ترسره کړل.
په یادو مراسمو کې د زابل ولایتي ادارې مسوولینو او د فول رزم نمایشاتو سلګونو مینوالو او ننداره چیانو برخه درلوده.