خوست؛ په باک ولسوالۍ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او يووالي په نوم د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړ واليبال فدراسيون په مرسته د باک ولسوالۍ ترکۍ کلي د ځوانانو له لوري په ملک رحمت الله بابکرخېل ميدان کې له نشه يي توکو سره دمبارزې او يووالي په نوم د واليبال ټورنمنټ پيل شو.
په دې ټورنمنټ کې د خوست د بېلابېلو ولسواليو تر ٤٠ لوبډلې برخه لري، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
د ياد ټورنمنټ د پيل لوبه د هارون عمري او صديق جرار لوبډلو ترمنځ وشوه، چې مساوي پاى ته ورسېده.