پکتیکا؛ مرکز ښرني اړوند په قمرالدینانو کلی کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د والیبال فدراسیون، قمرالدینانو او کوټووالو ځوانانو له خوا د مرکز او ولسوالیو ۲۲ لوبډلو ترمنځ د قمرالدینانو په والیبال لوبغالی کې د والیبال سیالۍ د خپلواک افغانستان په نوم پیل شوې.
دغه سیالۍ، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، د پیل په لوبه کې یې اسدالله لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپیر د ملایانو کلي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالی رامنځته کول دي.