لوګر؛ په محمد اغې ولسوالۍ کې د موى تاى سيالۍ ترسره شوې

د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د موی تاى فدراسیون له لوري د دې ولایت د محمد اغې ولسوالۍ د واغجان بازار د شيرين اغا په ورزشي کلب کې د څلور کلبونو نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د موی تاى سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو موخه په لوګر کې د موی تاى ورزشکارانو ترمنځ يووالى د موى تاى رشتې وده او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ژغورل دي.
په پاى کې د شيرين اغا کلب لومړی، عبدالوهاب ستانکزي کلب دويم او مختار احمد درېيم مقام ترلاسه، چې د ورزش امريت له لوري سپورتي بيکونه، کپونه، مډالونه او تقديرنامې ورکړل شوې.