پکتیا؛ د کيک بوکسينګ روزونکو ته د لوبڅارۍ سمينار ورکړل شو

د پکتیا ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د کيک بوکسينګ فدراسیون مسوول حيات ګل له لوري د کيک بوکسينګ ٩ تنو روزونکو ته د لوبڅارۍ سمينار ورکړل شو.
په دې سمينار کې ګډونوالو ته د لوبڅاري قوانینو په عملي او نظري زده کړې سره وښودل شول.
د دې سمينار موخه د پکتیا منتخبو لوبډلو لپاره د غوره لوبڅارانو روزل او له لوبڅارۍ سره د داورانو بلدتيا ده.