کندز؛ په ارچي ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، والیبال فدراسیون او ارچي ولسوالي د ورزشي کمېټې له لوري د یادې ولسوالۍ په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې دوه ورځې یې دوام وکړ په پایلوبه کې هیواد لوبډلې خپلې سیالې ارچي لوبډلې ته په درېیو میدانونو ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ارچي ولسوالۍ په کچه د منتخبې لوبډلې ټاکل و.
