کونړ؛ په سرکاڼو ولسوالۍ د ايشيا کين شين کان کراټې دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په مالي مرسته د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد ډمن ايشيا کين شين کان ورزشي کلب کې د کين شين کان کراټې دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د کراټې ١٠ جوړه لوبغاړو ګډون کړی و، چې په زړه پورې او تخنیکي سیالۍ یې وکړلې.
په پاى کې ګټونکو ورزشکارانو ته د ورزش امريت له لوري ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.