زابل؛ د ورزشي فدراسیونونو مسوولینو، روزونکو او لوبڅارانو ته روزنیز سمینار ورکړل شو

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فني او مسلکي عمومي مدیریت له لوري د۴۲ تنو روزونکو، د بېلابېلو فدراسیونونو مسوولنیو او لوبڅارانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سمینار ورکړل شو.
دغه سمینار ، چې د ولایت مقام او HRDO موسیسې په مالي ملاتړ د مرکز قلات ښار اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د یوې ورځې لپاره ترسره شو، موخه یې د ګډونواولو ظرفیت لوړول دي.
په پای کې د سمینار ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.