د ورزش ادارې هیئت؛ د ایران په قُم ولایت کې له افغان مهاجرو ورزشکارانو سره ناسته وکړه

org_admin
Tue, Nov 14 2023 10:25 AM
د ورزش ادارې هیئت؛ د ایران په قُم ولایت کې له افغان مهاجرو ورزشکارانو سره ناسته وکړه

ایران ته د افغان مهاجرو ورزشکارانو د ستونزو او اختلافاتو د حل په موخه د الميیک ملي کمیټې او سپورټ ریاست درې کسیز هیئت له ورزشکارانو سره د ناستو پر دوام، د یاد هیواد په قُم ولایت کې د درې رشتو، فوټبال، فوټسال او کاراتې له مسؤلینو سره ناسته وکړه او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

دغه درې کسیز هیئت، چې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د پلان او پالیسۍ رئیس محمدحنیف حنفي او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي امر محمدنعیم پرهیز پکې شامل دي، په ایران کې د ورزشکارانو ترمنځ د شته ستونزو د ختمولو په موخه د یاد هیوان قُم ښار ته سفر وکړ.

په دې ناسته د ورزشکارانو د شته ستونزو او اختلافاتو په اړه د هغوی نظرونه او وړاندوینې واورېدل شوې او د ورزش ادارې د هیئت له لوري د ورزش د رهبرۍ په استازيتوب ډاډ ورکړل شو، چې د دوی یادې ستونزې او غوښتنې به تر راټولولو وروسته د ورزش ادارې له رهبري سره شریکې کړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS