هلمند؛ په مرکز لښکرګاه ښار کې د کيک بوکسينګ سيالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت مرکز د لښکرګاه ښار په نظري ورزشي کلب کې د دوو کټګوريو ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ سيالۍ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
د دغو سياليو په ترڅ کې اغا ولي افغان او نور خان د غوره لوبغاړو په توګه وټاکل شول.
په پاى کې مقام ګټونکو ورزشکارانو د ياد کلب له لوري تشویق شول.
