کونړ؛ په نرنګ ولسوالۍ کې د تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ په نرنګ ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ او په پای کې بریالیو ورزشکارانو ته د نوموړي ولایت د ورزشي امریت د مسوولینو له لوري مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
هېره دې نه وي، چې د دغو سیالیو موخه په ليرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول یاد شوي دي.