هرات؛ په اوبه ولسوالۍ کې د ١٢٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ ترسره شوې

org_admin
Sun, Nov 12 2023 10:08 AM
هرات؛ په اوبه ولسوالۍ کې د ١٢٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د دې ولایت د اوبه ولسوالۍ په دهند دواب پهلواني ميدان کې د ١٢٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د اوبه ولسوالۍ(پشت رود) او پشتون زرغون ولسوالۍ (زير رود) پهلوانان سره ولوبېدل.

په پاى کې له پشتون زرغون ولسوالۍ څخه مولوي شیر احمد پهلوان، فهیم پهلوان، محمد نعیم پهلوان، آدم‌ خان پهلوان او شیرزی پهلوان د غوره پهلوانانو په غوره شول.

په همدې حال کې له اوبه ولسوالۍ څخه حسن پهلوان، اسماعیل پهلوان، سیدآقا پهلوان، عبدالطیف پهلوان او محب پهلوان د غوره پهلوانانو په توګه غوره شول.

همداراز د لومړي او دويم مقام ګټونکو پهلوانانو ته ١٥ زره افغانۍ او د درېيم مقام ګټونکو پهلوانانو ته ١٠ زره افغانۍ ورکړل شوې.

د يادلو ده چې هره پنجشنبه د پشتون زرغون او اوبه ولسوالیو پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ ترسره کيږي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS