پروان؛ د سيدخېل ولسوالۍ لوبډلې د واليبال سياليو اتلولي وګټله

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د واليبال فدراسيون له لوري د پروان د ولايت مقام مرستيال الحاج مفتي محمد ادريس انوري په مالي ملاتړ د امر صاحب انور خان جام په نوم ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د سيدخېل ولسوالۍ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د بګرام منتخبې، متحدين، دارلايتام، ګلبهار، ښاروالۍ الف، اتحاد غوربند الف اتحاد غوربند ب، اتحاد قلعه نصرو، محصلين، بګرام او سيدخېل لوبډلو برخه لرله.
دغو سياليو چې درې ورځې يې دوام وکړ په پايلوبه کې يې د سيد خېل ولسوالۍ لوبډلې د ٣-٢ ميدانونو په توپیر اتحاد غوربند لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې اتحاد غوربند او بګرام لوبډلو په ترتيب سره دويم او درېيم مقام خپل کړ.
په پاى کې غوره لوبډلو ته توپونه، کپونه، ورزشي جامې او لوح سپاس ورکړل شول.