ایران کې د مهاجرو ورزشکارانو د ستونزو د حل په موخه د ورزش ادرې له نماینده او د فدراسیونونو له استازو سره مشورتي ناسته وشوه

org_admin
Sat, Nov 11 2023 10:00 AM
ایران کې د مهاجرو ورزشکارانو د ستونزو د حل په موخه د ورزش ادرې له نماینده او د فدراسیونونو له استازو سره مشورتي ناسته وشوه

ایران ته د افغان مهاجرو ورزشکارانو د ستونزو او اختلافاتو د حل او فعالیتونو د ارزولو په موخه د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست تللي درې کسیز هيئت د خپلو ناسته پر دوام، دا ځل د یاد هیواد په پلازمېنه تهران کې د هیواد د ورزش ادارې له نماينده او د بېلابېلو فدراسیونونو له استازو او غوره ورزشکارنو سره د ستونزو د حل په موخه دوې جلا ـ جلا مشورتي ناستې وکړې.

په دې غونډه کې د مهاجرو ورزشکارانو لپاره د هیواد د ورزش ادارې پر نماينده موسی خدا دادي سربېره د ۳۲ فدراسیونونو استازو، ۲۰ روزونکو، ۲۰ مډال ګټونکو، د ورزش په برخه کې ۲۰ مخکښانو او همدارنګه د ۱۶ ولایتونو د ورزش استازو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د مهاجرو ورزشکارنو ترمنځ د اختلافاتو او ستونزو د ختمولو په موخه له ورزشکارانو څخه نظریات، غوښتې او حل لارې واورېدل شوې.

غونډې ته د بدني روزنې او ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني وویل: موږ تاسو باید په خپلو منځونو کې اختلافات ختم کړو؛ ترڅو د دې اختلافاتو له امله د ورزشکارانو حقوق تلف نه شي. هغه زیاته کړه ټول باید د اختلافاتو او یو بل د تخریب پر ځای په ګډه د ورزش د پرمختګ او د هیواد لپاره د یو واحد نظام تر چتر لاندې کار وکړو.

دغه راز د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د پلان او پاليسۍ رئيس محمد حنیف حنفي هم ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې ایران ته د سفر موخه يې د دوی د ستونزو حل کول او ختمول دي. هغه زیاته کړه، موږ به د وضعیت تر ارزولو وروسته، راپور د هیواد د ورزش ادارې له مشرتابه سره شریک او بیا به يې وروسته پر اړه تصمیم نیول کېږي.

یاده دې وي، چې دا غوندې او ناسته به څو ورځې نور هم دوام ولري او د ورزشکارانو ترمنځ د اختلافاتو ختمېدو لپاره به د هغوی ستونزې، غوښتې او سلا مشورې واورېدل شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS