بغلان؛ په پلخمري ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوتسال تګ راتګ سيالۍ پيل شوې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د دې ولايت د پوهنې رياست ورزشي مديريت له لوري د پلخمري ښار ښوونځيو د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوتسال تګ راتګ سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ چې د پلخمري ښار په ورزشي جمنازيوم کې دوام لري د پيل په لوبه کې يې د تمدن خصوصي لېسې لوبډلې له ٩-٦ ګولونو پايلې سره د تمدن شمال خصوصي لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ميدان ګټونکې شوه.
د دغو سياليو موخه د دې ولايت د ښوونځيو ترمنځ د فوتسال لوبې وده او د بغلان پوهنې ریاست د فوتسال منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي.
ټاکل شوې دغه سيالۍ به تر راتلونکو ١٤ ورځو پورې دوام وکړي.
