د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د تکواندو پنځم پړاو ازادو سیالیو کې تر لومړي مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

org_admin
Thu, Nov 09 2023 9:26 AM
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د تکواندو پنځم پړاو ازادو سیالیو کې تر لومړي مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د پاکستان په کوربتوب د تکواندو پنځم پړاو ازادو سیالیو کې تر لومړي مقام ګټلو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه، چې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رهبري له لوري یې تود هرکلی وشو.

د تکواندو ملي لوبډله هېواد ته له راستنېدو وروسته د هېواد د ورزش ادارې د رهبري له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د هغوی د لاسته راوړنو قدردانی یې وکړ.

په همدې موخه د المپیک ملي کمېټې د کنفرانسونو په تالار کې په جوړه شوې غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د تکواندو فدراسیون رئیس ډاکتر نجیب الله سکندر، د ورزش ادرې د رهبري یو شمېر نور غړو، د یو شمېر فدراسیونونو رئیسانو، روزونکو او مډال را وړونکو ورزشکارانو شتون درلود.

په پیل کې د تکواوندو فدراسیون رئیس ډاکتر نجیب الله سکندر خبرې وکړې نوموړي وویل؛ دا د خوښي ځای دی چې یو ځل بیا هم د تکواندو ورزشکارانو او مربیانو د لاسته راوړنو په غونډه کې ګډون کوو.

ښاغلي سکندر ورزشکارانو ته د مبارکي ترڅنګ وویل؛ د هېواد ورزشکاران په خورا کمو امکاناتو او سختو شرایطو کې د هېواد لپاره مډالونه راوړي چې دا د ورزشکارانو د لوړ همت او پیاوړي هوډ ښکارندویې کوي.

نوموړي د ورزش ادارې له رهبري څځه وغوښتل، چې د ۲۰۲۴ کال د تکواندو المپیکي سیالیو کې هم د دوی پوره ملاتړ وکړي؛ ترڅو په دې سیالیو کې هم د هېواد لپاره د ویاړ سبب شي.

ورپسې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق خبرې وکړې نوموړي وویل؛ په هېواد له ډېرو غمیزو سره سره بیا هم د هېواد ورزشکارانو ویاړونه راوړي او د ورزش ادارې له لوري ستایل شوي په خبره یي؛ د دوی باید په ډېرو شاندارو مراسمو هرکلی شوی وای.

ښاغلي وثیق د تکوندو ازادو سیالیو کې د هېواد د تکواندو لوبډلې د لومړي مقام ګټل او د محسن رضایي له لوري د غوره ورزشکار او بشیر تره کي له لوري د غوره روزونکي لقبونو ګټلو مبارکي ورکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ورزش اداره د خپلو امکاناتو او توان مطابق د ورزشکارانو ملاتړ ته ژمنه ده.

د افغانستان د تکواندو ورزشکارانو د پاکستان په کوربتوب د تکواندو پنځم پړاو ازادو (G2) سیالیو کې د سروز زور دوه او سپینو زرو دوه مډالونه په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.

په دې سیالیو کې محسن رضايي او علي اکبري په زړه پورې لوبه وکړه او خپلو پاکستاني او عربستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو سره یې د سرو زرو مډالونه وګټل. همدا رنګه حکمت الله زین او امید سهاک تر دې وړاندې خپلو پاکستاني او قزاقستاني سیالانو ته ماتې ورکړې وه او د سپینو زرو مډالونه یې ګټلي وو.

همداراز په دغو سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې د غوره لوبډلې، د دې لوبډلې کپتان محسن رضایي د غوره ورزشکار او ښاغلي بشیر تره کي د غوره روزونکي جایزې هم ترلاسه کړلې.

د پاکستان په کوربتوب د تکواندو پنځم پړاو ازادي (G2) سیالۍ د روانۍ نومبر میاشتې له پنځمې څخه تر شپږمې نېټې ترسره شوې، چې د افغانستان په ګډون د ۲۳هېوادونو ۳۱۵ تنو ورزشکارانو او د تکواندو نړیوال کمېسیون د کډوالو یوې لوبډلې پکې ګډون کړی و.

په یادو سیالیو کې له افغانستان څخه د تکواندو ۱۰ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS