بادغیس؛ د هرات او بادغیس ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د پهلواني فدراسیون له لوري د قلعه نو ښار په سټډيوم کې د هرات او بادغیس ولايتونو د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د هرات ولايت ٢٠ تنو پهلوانانو او له بادغیس ولایت څخه هم ٢٠ تنو پهلوانانو ګډون درلود، چې د دواړو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکولو او د هرات ولایت زلزله ځپلو سره د غمشریکۍ په موخه سره ولوبېدل.
په دغو سياليو کې د بادغيس ولايت د ورزش او حکومتي مسوولینو او د سامبو کورش او رستمي غېږنيونې فدراسيون استازو شتون درلود.