د بدن ښکلا درې تنه ورزشکاران جنوبي کوریا ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ولاړل

org_admin
Sun, Nov 05 2023 9:09 AM
د بدن ښکلا درې تنه ورزشکاران جنوبي کوریا ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ولاړل

د هیواد د بدن ښکلا د فدراسیون درې تنه ورزشکاران جنوبي کوریا ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له رئیس مولوي احمد الله وثیق سره تر لیدنې وروسته د نوموړیو سیالیو په لور روان شول .

د مخې ښې په دې لیدنه کې د المپیک ملي کمېټې مرستیال او د بدن ښکلا فدراسیون رئيس باور خان هوتک هم موجود.

د بدن ښکلا او فزیکي ورزشونو څوارلسم پړاو نړیوالې سیالۍ د جنوبي کوریا د ګانګوان ایالت په ونجو ښار کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو د شپږ سوه ورزشکارانو په ګډون د نوامبر میاشتې پر ۶ مه پیلیږي او تر ۱۲ مې نېټې پورې دوام کوي.

له افغانستان څخه په دې سیالیو کې درې تنه ورزشکاران: علي رضا اساهي، زلمی شکوري او محمد ایوب اعظمي ګډون کوي، همدارنګه له نوموړې ورزشي ډلې سره استاذ نورالهدا شېرزاد د بدن ښکلا د نړیوالو سیالیو داور هم ملتیا کوي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS