تخار؛ امید میهن لوبډلې د رستاق ولسوالۍ د والیبال ټورنمنټ اتلولي وګټله
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د والیبال فدراسیون له لوري د دې ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ د امید میهن لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو چې دوه اوونۍ یې دوام وکړ په پایلوبه کې یې امید میهن لوبډلې د ۳-۱ میدانونو په توپیر د پیام صلح لوبډلې ته ماتې ورکړه او پیام صلح لوبډله په دویم ځای کې پاتې شوه.
په پای کې غوره لوبډلو او ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او تحسین نامې ورکړل شوې.
