افغان کرکټ ملي لوبډلې د نيدر لينډ پر وړاندې هم بريا ترلاسه کړه
د کرکټ روان ٢٠٢٣ پنځوس اوريز نړيوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په خپله اوومه لوبه کې نيدرلينډ لوبډلې ته د ٧ ويکټو په توپیر ماتې ورکړه.
نيدرلينډ د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه، چې په ٤٦.٣ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره افغان لوبډلې ته د ١٨٠ منډو هدف ورکړ.
په مقابل کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ورکړل شوى هدف د لوبې په ٣١.٣ اور کې پوره کړ او نيدرلينډ لوبډلې ته يې د ٧ ويکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانســــــــتان لپاره په توپوهنه کې ابراهيم ځدراڼ ٢٠ رحمت شاه زرمتي ٥٢، کپتان حشمت الله شهيدي ٥٦ ناسوځېدلې او عظمت الله عمرزي ٣١ ناسوځېدلې منډې وکړې.
همداراز د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې محمد نبي عيسى خېل ٣، نور احمد لکڼوال ٢، مجيب الرحمن يوه ويکټه ترلاسه کړه او پاتې څلور لوبغاړي يې رن اوټ شول.
له دې بريا سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روان نړيوالو جام په جدول کې په پنځم ځاى کې شتون لري.
