زابل؛ په ارغنداب ولسوالۍ کې د نېزې وهنې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د نېزې وهنې فدراسیون له لوري د دې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په فقير و کلي کې د ارغنداب، شاجوى او ميزاني ولسوالیو د ٥٠ تنو نېزه وهونکو ترمنځ د نېزې وهنې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې د شاجوى ولسوالۍ نېزه وهونکو لومړى، ارغنداب ولسوالۍ دويم او د مېزاني ولسوالۍ درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه ملي، محلي او دوديزو سياليو ته وده ورکول دي.
په پاى ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
