سمنګان؛ عقابان شيخه لوبډلې د دره صوف د واليبال سياليو اتلولي وګټله

org_admin
Sat, Oct 28 2023 9:45 AM
سمنګان؛ عقابان شيخه لوبډلې د دره صوف د واليبال سياليو اتلولي وګټله

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د واليبال فدراسيون استازولۍ له لوري د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه مياشت وړاندې د دې ولايت د دره صوف ولسوالۍ کرمک کلي په ورزشي ميدان کې پيل شوې وې د عقابان شيخه لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

د دې سياليو په پايلوبه کې د عقابان شيخه او امپراطور شمال لوبډلې سره ولوبېدې، چې د عقابان شيخه لوبډلې د ١٤- ٣ په پايلې سره سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه، د دې سياليو اتلولي یې وګټله او د شمال امپراطور لوبډله په دويم مقام کې پاتې شوه.

په پاى کې د کرمک کلي اوسېدونکي له لوري اتلې لوبډلې ته يوه غوا او د دويم مقام لوبډلې ته کپ او شپږ زره افغانۍ ورکړل شوې.

د دې سياليو موخه د ورزش ته د ځوانانو هڅول او د ورزشکارانو ترمنځ د يوبل منلو فضا رامنځته کول دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS