خوست؛ ډګر کرکټ کلب د ټېپ بال کرکټ "یووالي" جام اتلولي وګټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او ټېپ بال کرکټ فدراسیون په ګډه همکارۍ د پنزايي ځوانانو له لوري د ټېب بال کرکټ ټورنمنټ، چې يوه نېمه مياشت وړاندې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ پيل شوى و د ډګر کلب کرکټ کلب ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېد.
دغه ټورنمنټ چې د خوست ښار اړوند شمل پنزايي په يعقوب ميدان کې پيل شوى و، پاى لوبې ته يې د شنکر کلب او ډګر کلب لوبډلو لار وموندله، چې ډګر کلب لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٥٦ منډې وکړې.
په مقابل کې د شنکر کلب لوبډلې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ٩٣ منډې وکړې او لوبه يې د ٦٢ منډو په توپیر بايلوده.
په پاى کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته يو خوسى او دويم مقام ګټونکې لوبډلې ته کپ او جايزې ورکړل شوې.
