سمنګان؛ دره صوف ولسوالۍ کې د فوټبال ټورنمنټ پای ته روسېد
د سمنګان ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري د دې ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ټورنمنټ چې ۱۵ ورځې وړاندې پیل شوی و د امید لری لولبډلې په بریا پای ته ورسېد.
د دې ټورنمنټ په پای لوبه کې مسعود امید لری لوبډلې جهان ګیر لوبډلې ته ۱-۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.
یادې سیالۍ، چې د دره صوف ولسوالۍ په مقصود کلي کې پیل شوې وې، خوخه يې د ځوانانو ترمنځ یووالی او سوله راوستل وو.
