په ميدان وردګ پوهنتون کې د واليبال سيالۍ د مدير صاحبانو لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

org_admin
Sat, Oct 14 2023 12:08 PM
په ميدان وردګ پوهنتون کې د واليبال سيالۍ د مدير صاحبانو لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت په پوهنتون کې د واليبال سيالۍ، چې څو ورځې وړاندې د دې پوهنتون د زراعت، کمپیوټر ساینس، ښوونې او روزنې، شرعياتو او مديرانو د ١٢ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د مدير صاحبانو لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.

دغه سيالۍ، چې د میدان وردګ پوهنتون د سپورټ کمېټې له لوري د دې ولایت له ورزشي امريت سره په همغږۍ پيل شوې وې، پايلوبې ته د رزاعت او مدير صاحبانو لوبډلو لار وموندله، چې د مدير صاحبانو لوبډلې د ٣-٢ ميدانونو په توپیر خپل سيال ته ماتې ورکړه.

په پاى کې د يادو سياليو لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او ستاينليکونه هم ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS