د والیبال لومړۍ درجه روزنيز کورس تر پنځو ورځو زده کړو وروسته پای ته ورسِد

Anonymous (not verified)
Sat, Jul 13 2019 1:43 PM
د والیبال لومړۍ درجه روزنيز کورس تر پنځو ورځو زده کړو وروسته پای ته ورسِد

د والیبال لومړۍ درجه روزنيز کورس تر پنځو ورځو زده کړو وروسته پای ته ورسِد
. هغو کسانو چې په دې کورس کې يې ګډون کړی و باورليک يې هم ترلاسه کړ، 
د پای په مراسمو کې د المپیک د ملي کمِټې سکرتر جنرال يونس پوپلزي، د بدني روزنې او ورزش رياست فني رئيس فضل احمد فضليار، د فدراسيونونو آمر اعظم کوهي او د واليبال د ملي فدراسيون رهبري پلاوي پکې ګډون کړی و. د المپيک د ملي کمِټې سکرتر جنرال پخپلو خبرو کې د دې کورس د جوړولو په موخه د واليبال له ملي فدراسيون څخه مننه وکړه او له دې کاره يې خپل ملاتړ هم وښود. همدرانګه ښاغلي پوپلزي د واليبالرانو سره ژمنه وکړه چې د نارينه و ملي لوبډلې به د اسيا د مرکزي زون په لوبو کې د ګډون په برخه کې او د نجونو د ملي لوبډلې په يو بهرني هېواد کې د تمريناتو لپاره همکارۍ ژمنه وکړه
د بدني روزنې او ورزش رياست فني رئيس په خپلو خبرو کې د روزنې، مهارتونو او تخنيکونو په تړاو څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې ترلاسه شوي معلومات او مهارتونه بايد نورو ځوانانو ته انتقال شي.
د کورس روزونکي ښاغلي يوسف صادق د کورس په اړه معلومات ورکړل او له هغو گدونولو څخه يې په ځانګړې توګه مننه وکړه چې له ولايتونو څخه کابل ت د زده کړو لپاره راغلي. 
له هرات ولايت څخه راغلې ورزشکاره فرشته استوار وايي دا کورس ډېر اغِیزناک و او بايد دې ته ورته نور کورسونه هم د لوبغاړو لپاره چمتو شي او د دې ترڅنګ يې غوښتنه وکړه چې نجونو ته دې زياته ونډه ورکړل شي.
له بلخ څخه راغلی لوبغاړی خالد انصاري وايي دا کورس ورته ډېر ښه و او ډېر څه يې ترې ترلاسه کړل په ځانګړي ډول د تخنيک او مهارتونو په برخه کې، هغه وايي ژمنه کوي چې دلته يې څه ترلاسه کړي خپل ولايت کې به يې له نورو ورزشکارانو سره هم شريک کړي. دا روزنيز کورس د واليبال د نړيوال فدراسيون په لارښونه او د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست په مالي همکارۍ د چنګاښ له اتلسمې تر دوه ويشتمې نیټې ترسره شو. د واليبال نړيوال روزونکي يوسف صادق او د واليبال د ملي فدراسيون د لوبڅارانو کمیټې مشر فهيم صميم د دې کورس مشري په غاړه درلوده او زده کونکو ته يې عملي او نظري زده کړې ورکړې. په دې کورس کې ټولو ۲1 کسانو له کابل، بلخ، باميان، فارياب، هرات، فراه، کندوز، ننګرهار، لغمان او غزني ولايتونو څخه برخه اخیستې وه. ګډونوالو ته يوازې د ګډون باورليک ورکړل شو خو د لومړۍ درجې سند به وروسته له ارزيابۍ او ازموينې ورکول کیږي چې د واليبال نړيوال فدراسيون لخوا به په لومړۍ درجه هم منل شوی وي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS