د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې ورزشي نندارې ترسره شوې
د زابل ولایت د ورزش امریت په مرسته په شاجوی ولسوالۍ کې د شاه محمد لوګري او تاج محمد پهلوان له لوري جالبي ورزشي نندارې ترسره شوې.
په دغې ورزشي پروګرام کې د دواړو یاد شویو پهلوانانو د موټران نیول، په ځان د تېږو ماتول، د سر په وېښتانو د موټر کشول، پر ځان د تراکتور تېرول او نورې ورزشي نندارې وړاندې کړلې.
په دې ورزشي نندارو کې د ورزش مینه والو ګډون کړی چې په پای کې دواړه ورزشکاران د زابل ورزش ادارې به لوري ونغدي جایزو وستایل شول.
