کندز؛ مرکز کې د کورش سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د ورزش ریاست او کورش فدراسیون استازولۍ په ګډه همغږۍ د دې ولایت د مرکز په ورزشي لوبغالي کې د بېلابېلو وزنونو د ۴۸پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې/کورش سیالۍ وشوې.
دا سیالۍ چې هره اوونۍ ترسره کېږي، موخه يې د دې ولایت د خلکو لپاره د سالمې تفریح رامنځته کول دي، چې لیدو ته يې ګڼ شمېر نندارچیان راځي.
په پای کې پیاوړو پهلوانانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.