پکتیکا؛ په اورګون ولسوالۍ کې د قلندري جام په نوم د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د قلندري جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې یوه میاشت به دوام وکړي، د پیل لوبه یې د طوفان غوچ او ګرګ های کاروان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې طوفان غوچ لوبډلې خپلې سیالې لوبدلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د نشه یي موادو پر ضد مبارزه یاده شوې ده.