په جوزجان کې د کونګفو دوولسم پړاو منتخبه سیالۍ پای ته ورسېدې

په جوزجان ولایت کې د کونګفو د دریو کلپونو د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو منتخبه سیالیو دوولسم پړا چې پرون پیل شوی و، پای ته ورسېد.
په دې سياليو کې ورزشکارانو د ځوانانو او لويانو په عمري او د وزن په بيلابيلو کټګوريو کې د يوې ورځې لپاره د جوزجان د سپورت امریت په ورزشي جمنازيوم کې سيالۍ وکړې.
د دې سیالیو د ترسره کولو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د جوزجان ولایت د کونګفو ولایتي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل وو.
په پای کې د جوزجان د کونګفو لوبډلې لپاره اته کسان په دوو عمري ډلبندیو کې د ولایتي لوبډلې په توګه غوره شول.