په کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Thu, Sep 14 2023 10:48 AM
په کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر فدراسیون له لوري د مرکز کابل په شهر نو هنر سنوکر کلب کې د سنوکر ملي لوبډلې د ورزشکارانو په ګډون د کابل په کچه د ۴۰ کلبونو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په نوم د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ، په پایله کې صالح محمد لومړی، نوید نادري دویم او رئیس خان سن زي درېیم مقام ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي، چې د دغو سیالیو موخه د غوره ورزشکارانو موندل، د ورزشکارانو ترمنځ همغږي رامنځته کول او همدرانګه د سنوکر ورزش ته وده ورکول وو.

د یادو سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS