فیض اباد لوبډله د فاریاب ولایت د فوټبال سیالیو اتله شوه
د فوټبال دغه سیالۍ چې دوې اوونۍ وړاندې د ۱۳لوبډلو ترمځ د فاریاب ولایت په ورزشي لوبغالي کې پیل شوې وې تېره ورځ د فیض باد لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د فیض اباد او پښتون کوټ سرسبز لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د دې دواړو لوبډلو لوبه د ۱۱-۱۰ امتیازونو له پایلې سره د فیض اباد لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
عصمت الله د غوره ګول وهونکي، محمد داوود رحماني د غوره ګول ساتونکي او ګل احمد انوش د دې سیالیو د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړلې.
