غزني؛ د ۱۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې
د غزني ولایت د ورزش امریت په جمنازیوم کې د زمري د ۲۴ مې، د هېواد د آزادۍ په مناسبت د نویو ځوانانو، تنکیو ځوانانو او ځوانانو د عمري ډلبندیو د ۱۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې.
په دې یو ورځنیو سیالیو کې د غزني د ورزش امر حاجي بلال مجاهد، ورزشکارانو او ګڼ شمیر مینوالو برخه اخیستې وه.
په پای کې د سیالیو غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.
