ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد کې د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په مرکز جلال اباد کې د مرکز او ولسوالیو ۱۹ کلبونو ۱۵۰ جوړو ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو کټګوریو په مختلفو وزونونو کې ترسره شوې او موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅول یاد شوي دي.
د دغو سیالیو په مراسمو کې د یاد ولایت ورزشي مسولیونو، امنیتي چارواکو او د سوک وهنې مینوالو ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ د ورزشکارانو د هڅونې او سالمې تفرېح په موخه د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
