په ایران کې افغان سفیر د هېواد د سپورت ریاست له استازي او ایران مېشتو کډوالو ورزشکارانو سره وکتل
په ایران کې د افغانستان سفیر د ایران مېشتو کډوالو ورزشکارانو لپاره د هېواد بدني روزنې او سپورت د عمومي ریاست له ستازي، ملي لوبډلو، ورزشکارانو او د فدراسیونونو له استازونو سره وکتل.
په دې ناسته کې په ايران کې د افغانستان د ورزش استازي موسى خدادادي وينا وکړه،ښاغلي خدادادي د ورزشي رشتو د استازولۍ او فعالیتونو، له ورزش سره د ورزشکارانو د لېوالتیا او په ملي او نړیوالو ډګرونو کې د هغوی د ونډې په اړه د وضاحت ورکړ.
نوموړي زیاته کړه: «د خوښۍ ځای دی چې نن موږ په خپل کور ( تهران کې د افغانستان په سفارت) کې حضور لرو او د خپل هېواد له سفیر سره د هېواد د ورزشکارانو د ننګونو په اړه بحث او د نظر تبادله کوو.»
د ښاغلي خدادي په خبره، په ایران هېواد کې د افغان کډوالو د سپورټ او ورزشکارانو ستونزې له ډېرو کلونو راهسې شتون لری او مونږ ټول غواړو، چې ستونزې حل کړو؛ ترڅو زمونږ ځوانان او ورزشکاران په ارام ذهن سره ورزش ته دوام ورکړي او د خپل هیواد لپاره ستر ویاړونه په برخه کړي.
ښاغلي خدادادي په نړیوالو سیالیو کې د ایران مېشتو ورزشکارانو نه شتون، د پاسپورټونو نه درلودل، د ورزشکارانو د هویت د تثبیت فورمې ته لومړیتوب ورکول او د ورزشکارانو له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستنه اساسي ستونزې مطرح کړې.
ورپسې په ایران کې د افغانستان سفیر او د دغه سفارت نورو غړو د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: دا ځای (افغان سفارت) په ایران کې د مېشتو ټولو افغانانو کور دی او دې دفتر ته په مراجعه کولو سره کولای شي خپلې ټولې ستونزې په قانوني توګه حل کړي.
ښاغلي سفیر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: (( موږ ټول هڅه کوو، چې په ایران کې د افغان مهاجرینو لپاره ښه چاپېریال رامنځته کړو، زموږ لومړیتوب او تمرکز په ورزشکارانو دی؛.ځکه دوی د هېواد ویاړونه دي، دوی هغه څوک دي چې په ملي او نړیوالو ډګرونو کې د هېواد بیرغ پورته کوي.»
نوموړي ټولو مسوولینو ته دنده وسپارله، چې د ورزشکارانو ستونزې ژر تر ژره حل کړي او د دې قشر لپاره د ورزش ښه چاپېریال برابر کړي.
