هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ په مرکزي کرکټ لوبغالي کې د امن په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د اریانا او مسلم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې اریانا لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۱۳۸ منډې هدف کېښود، بل لوري ته سیاله لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۹ ویکټو یې سیالي بایلوده.
د ټېپ بال کرکټ دغه سیالۍ په ګروپي شکل ترسره کېږي او تمه ده چه ۴۰ ورځې به دوام وکړي.
