جوزجان کې د سنوکر او بلیار ښوونيز سمیار ترسره شو
د جوزجان ولایت د سنوکر فدراسیون استازولۍ د دې ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت سره په همغږۍ د سنوکر ۱۰ لوبڅارانو او روزنکو ته د یادې رشتې د لوبڅارۍ او روزنې د نویو قوانینو په اړه یو ورځنی سمینار ورکړ.
د دې سمینار د پیل مراسمو کې ورزشي مسؤلینو، د سنوکر او بلیار د کلپونو استازو، روزونکو او لوبڅارانو ګډون کړی، چې موخه يې د سنوکر او بلیارد له نویو قوانینو څخه د روزونکو او لوبڅارانو خبرول وو.
