د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس د هاکي فدراسیون له رهبري او د ملي لوبډلې له ورزشکارانو سره ولیدل

org_admin
Tue, Jul 18 2023 9:11 AM
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس د هاکي فدراسیون له رهبري او د ملي لوبډلې له ورزشکارانو سره ولیدل

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني په خپل کاري دفتر کې د هاکي فدراسیون له رئیس عبدالله مایار نورستاني او د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره لیدنه وکړه او د روان تمریناتي کمپ پر اړه يې ورسره هر اړخیزې خبرې وکړې.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس په دې لیدنه کې د یاد فدراسیون د رهبري او ملي لوبډلې د ورزشکارانو شته ستونزې او غوښتنې واورېدې او د دوی د هڅو د ستاینې ترڅنګ يې د هر ډول ممکنې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي حقاني د یاد فدراسیون له ورزشکارانو وغوښتل چې په روان تمریناتي کمپ کې زیار وباسي، ترڅو د عمان هیواد په کوربتوب د ۲۰۲۴کال د هاکي فایف کوالیفای نړۍوالو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

د هاکي فدراسیون رئیس او رهبري له ښاغلي حقاني مننه وکړه، چې د یاد تمریناتي کمپ زمینه یې ورته جوړه کړې او هم یې د عمان هیواد په سیالیو کې د ګډون په موخه همکاري کړې ده.

د هیواد د هاکي د ملي لوبډلې ۲۴ ورزشکاران د روزونکو په ګډون اوس مهال په پلازمېنه کابل کې په اووه ورځني تمریناتي کمپ بوخت دي، چې موخه يې د ۲۰۲۴ کال هاکي فایف کوالیفای نړۍوالو لوبو کې د ګډون په موخه چمتووالی دی، چې د روان کال د اګسټ میاشتې له ۲۵مې د سپټمبر تر درېيمې ڼېټې پورې به د عمان هیواد په کوربتوب ترسره شي.

ټاکل شوې ده، چې د یاد تمریناتي کمپ په پای کې به د هاکي فدراسیون د فني کمېټې له لوري د یو روزونکي په ګډون د دې فدراسیون ۱۰ کسیزه ملي لوبډله وټاکل شي، چې د افغانستان په استازولۍ به د هاکي فایف کوالیفای په نړۍوالو لوبو کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني تېره ورځ د سنوکر فدراسیون له رهبري غړو او د دې فدراسیون له هغو ورزشکارنو سره ولیدل، چې د ایران هیواد په کوربتوب يې په اسیايي سیالیو کې درې د برونزو مډالونه ګټلي وو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS