تخار؛ د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د فوټسال سیالۍ د عبدالشکور شهید لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د سپورت امریت او فوټبال فدراسیون د ځايي استازولۍ له لوري په خواجه بهاء الدین ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د لوی اختر په مناسبت پیل شوې وې، پرون د عبدالشکور شهید لیسې د لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د سیالیو پای لوبه د سید عبدالشکور شهید او خورشید لیسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې د سید عبدالشکور شهید لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳،۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام ترلاسه کړي.
په پای کې په ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو کپونه، مډالونه او نورې ډالۍ وویشل شوې.
