ننګرهار؛ د مومندرې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي شمشاد ایګل لوبډلې وګټله
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په مومندره ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شمشاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅول او د ورزش په برخه کې د هیواد وروستیو لاسته راوړنې وې، پایلوبې ته یې شمشاد ایګل او باسول چمن لوبډلو لار موندلې وه، د لوبې پچه شمشاد ایګل لوبډلې وګټله او لومړۍ یې دې توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په پایله کې شمشاد ایګل لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې ۱۱۳ منډې هدف کېښود، بل لوري ته سیالې لوبډلې په لسو اورونو کې ۱۰۴ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې په ۹ منډو سیالي و بایله.
باید یادونه وشي چې د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې ورزشي مسولینو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی وی.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو ته نقدي ډالۍ ورکړل شوې.
