لوګر ؛ د o sports سبک سياليو اتلولي لوګر ورزشکارانو خپله کړه
د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او رزمي ورزشونو فدراسيون په همکارۍ د لوګر، کابل، پکتيا، خوست، پکتیکا او ميدان وردګ ولايتونو د ۶۴ ورزشکارانو ترمنځ د o sports سبک سيالۍ چې د لوګر ولايت په کوربتوب ترسره شوې د لوګر ولايت په بريا پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د دوو کټګوريو ځوانانو او لويانو په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې او دوه ورځې يې دوام وکړ.
د دغو سياليو موخه په ياد ولايت کې د رزمي ورزشونو وده او ورزش ته ځوانانو هڅول ياد شوي دي.
په پای کې د لوګر ولايت ورزشکارانو د لوړو نومرو په ترلاسه کولو لومړی، خوست دويم او کابل درېيم مقام ترلاسه کړ.
