هلمند؛ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي هاشمي ځوانانو لوبډلې وګټله
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په مرکزي کرکټ لوبغالي کې د یووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ څلور هفتې وړاندې د ۱۳ بي کرکټ لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، چې نن یې پایلوبه ترسره شوه.
د پایلوبې لیدو ته ورزشي مسولین، سیمه ییز مخور او کڼ شمېر مینوال راغلي وو. د یادو سیالیو پایلوبې ته هاشمي ځوانانو او خپلواک کرکټ لوبډلو لار وموندله.
د پایلوبې پچه هاشمي ځوانانو وګټله، چې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
په مقابل کې یې خپلواک کرکټ لوبډلې په ۱۴ اورنو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۶ منډو په توپیر هاشمي ځوانانو لوبډلې ته بایلوده.
د پایلوبې غوره لوبغاړی شمس الله وټاکل شو چې ۳۸ منډې یې حوړې کړې وې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.
په پای کې ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته مډالونه او کپونه ورکړل شول.
