پدیده لوبډلې د فاریاب ولایت د فوټسال سیالیو اتلولي خپله کړه
په فاریاب ولایت کې د فوټسال لیګ سیالۍ چې څه موده وړاندې د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوی وې، د پدیده لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې د استقلال المار ، اتحاد ، تورپاختو ، بیدکي، پدیده، منتخب الف قیصار، پیروزي، منتخب کوه صیاد، شاهین سرخاب او تیموریان لوبډلو برخه اخیستې وه، چې د ځوانانو د پرمختګ او هڅونې په موخه د یوه بل په وړاندې ولوبېدې.
په پای کې پدیده لوبډلې د ۲۳ امتیازونو په ګټلو سره لومړی او استقلال المار لوبډلې د ۲۲ امتیازونو په ګټلو سره دویم مقام خپل کړ.
د سیالیو غوره لوبغاړی رستم کوهي او غوره ګول وهونکی سید حسین رحیمي وپېژندل شول.
