په زابل کې د ځوانانو د یووالي په نوم د سانبو کورش سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت په مرکز قلات کې د یووالي په نوم د۳۰ پهلوانانو ترمنځ د سانبو کورش سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د زابل په ګډون له هلمند، کابل، کندهار او غزني ولایتونو څخه پهلوانانو ګډون کړی و، چې په پایله کې زابل لومړی، غزني دویم، کابل درېیم مقام ترلاسه کړ.
باید یادونه وشي چې د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او د سانبو کورش اړوند تجربو شریکول وو.
