په کونړ کې د زون په کچه د والیبال سیالیو اتلولي څوکۍ لوبډلې وګټله
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون له لوري په نرنګ ولسوالۍ کې د زون په کچه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي څوکۍ لوبډلې خپله کړه.
د دغې ټورنمنټ پایلوبې ته د څوکۍ او نرنګ ولسوالۍ لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې څوکۍ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپله نوم کړه.
باید یادونه وشي چې په دغو سیالیو کې د کونړ او ننګرهار ولایتونو ۲۰ لوبډلو ګډون کړی و، چې په پای کې غوره لوبغاړي، لوبډلې، د ورزش مینوال او مالي همکاران په ورزشي ډالیو ونازول شول.
